مجاهد: د ترکمنستان حکومتي چارواکو سره د طالب پلاوي خبرې ګټورې وې
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون- جمعه د مرغومي په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي د ترکمنستان چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره اواره کړي.
مجاهد زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي امارت ژمنه ښودلې چې په افغانستان کې د ترکمنستان د اقتصادي پروژو لپاره زمینه مساعده ده او موږ یې ملاتړ کوو. دوی ته مو ډاډ هم ورکړی او همدا راز پر لارو چارو یې هم بحث شوی دی."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ پر ټویټر لیکلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجییف په هرات کې له خپل افغان سیال شېر محمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د نل لیکې یا ټاپي د رغونې کار د سږني کال په سېپټمبر میاشت کې پیلوي.
د ټاپي د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې رسما پرانېستل شوې خو د دې پروژې تطبیق د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.