امریکا خپلو اتباعو ته: له روسیې احتمالي وتلو ته چمتووالی ولرئ
دغه سفارت دا خبرداری د روسیې د اهدافو ناڅرګندو ګواښونو ته په پام داسې وخت ورکړی چې غربي حکومتونو ویلي، پر اوکراین د روسیې یرغل ډېر ژر پېښېدونکی ښکاري.
د سفارت په بیانیه کې ویل شوي چې د مسکو په ګډون په سنټ پټرزبورګ او د اوکراین پولې ته څېرمه په لانجنمنو سیمو کې پر پلورنځیو، د رېل ګاډو او مېټرو پر تمځایونو او نورو عمومي ځایونو او د خلکو د راټولېدو پر مرکزونو د حملو تهدیدونه شته.
د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې امریکايي چارواکو د احتمالي حملو د ګواښ اړه خپل اطلاعات له روسیې سره نه دي شریک کړي.