د افغانستان والیبال ملي لوبډلې سینګاپور ته ماتې ورکړه
دغه سیالي چې، نن د فبرورۍ ۲۳مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې اول، دویم او څلور میدان وګاټه او سینګاپور یوازې په درېیم میدان کې بریا وګټله.
د والیبال په دې سیالیو کې چې د څلورو ملتونو جام په نوم نومول شوي دي، پر افغانستان سربېره سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ګډون لري.
د ویلو ده چې افغانستان به خپلې راتلونکې لوبې له مالیزیا او مالدیپ سره ترسره کړي.