رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې لومړنۍ نیمه سلیزه ووهله
د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه د پي ایس ایل سیالیو په لړ کې اسلام اباد یونایټیډ د ۶ وېکټو په توپیر پېښور زلمو ته ماتې ورکړه.
زلمو په خپله پاڼۍ کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، دوی ته لوبډلمشر بابراعظم ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
یونایټیډ ورکړل شوی هدف په ۱۵ اور کې د ۴ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ.
د اسلام اباد په توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز تر نورو ښه وځلېد، هغه په ۳۱ توپونو د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۶۲ چټکې منډې وکړې.
دا په سږني پي ایس ایل سیالیو کې د ګربز لومړنۍ لوبه وه.
هغه په لومړي ځل وتوانېد چې په دې لیګ کې نیمه سلیزه ووهي.
د ویلو ده چې تر دې دمه په پي ایس ایل سیالیو کې دوه نورو افغان لوبغاړو راشدخان او قیس احمد هم لوبې کړې دي.