په جنوبي کوریا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت نن شنبه ویلي، په مرکزي برخه ګویسان کې نن سهار وختي څه باندې ۶۴۰۰ کسانو ته امر شوی، چې د اوبو بند د ډکېدو له کبله ځانونه نورو سیمو ته ورسوي.
په تېرو درېیو ورځو کې د جنوبي کوریا په زیاتو برخو کې سخت اورښتونه شوي او محلي رسنۍ وايي د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي.