د افغانستان پر بانکي سیستم د نړیوالو بندیزونو دوام، لوی سرخوږی یې سوداګرو ته جوړ کړی
یو شمېر افغان سوداګر وایي د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شویو تعزیراتو د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لاپسې زیات کړي.
دوی اندېښنه وښوده چې اوس په محدوده توګه یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره راکړه ورکړه لري، خو دواړو خواوو ته پیسې د صرافۍ او حوالو له لارې انتقالوي.