په سوریه کې له نښتو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر د دې لانجې پای ته رسیدا اعلان کړه
د سوریې په جنوب کې د څو ورځو له خونړیو نښتو او د اسراییل له خوا پر دمشق له بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا تاوتریخوالی به پای ته ورسیږي. د سوریې ولسمشر هم ویلي چې د دروزي لږکي دفاع د خپل حکومت لومړیتوب بولي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، پرون (چهارشنبه) د ایکسپاڼې (پخوانۍ ټویټر) له لارې په خپل پیغام کې ویلي چې متحدوایالتونو له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه: «موږ په مشخصو ګامونو هوکړه کړې چې دا اندېښمنوونکی او ویرونکی وضعیت نن شپه پای ته ورسوي.»د ښاغلي روبیو اشاره تېرې شپې ته وه. نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي.څو ساعته وروسته د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د چهارشنبې په ورځ له سویدا ښار څخه، چې ډېری اوسېدونکي یې د دروزي لږکي دي، شاتګ پیل کړی دی.د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: «د سوریې پوځ د تصویب شوي توافق له مخې، له هغو غیرقانوني ډلو د ښار د پاکولو د عملیاتو تر بشپړولو وروسته له سویدا ښار څخه شاتګ پیل کړی دی.»