امو نهنګانو د شپږیزې اتلولي وګټله
امو نهنګانو د شپږیزې کرکټ لیګ د لسم پړاو اتلولي خپله کړه.د شپږیزې پایلوبه نن د مس عینک اتلان او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه.مس عینګ اتلانو سیالې لوبدلې ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی و.د اتلانو لپاره رحمان الله ګوربز ۴۸ منډې جوړې کړې خو د امو نهنګانو لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه. ده ۴ لوبغاړي وسوځول.د نوموړي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۱ منډو په بدل کې یې ۳ ویکټونه ترلاسه کړل.امو لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د ۸ ویکټو په توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه.حسن عیسی خیل په ۳۴ توپونو نېمه سلیزه بشپړه کړه.دا پرله پسې دوهم ځل دی چې امو د دې سیالیو اتلولي خپلوي.