ایراني چارواکو د خلق مجاهد ګوند درې غړي د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیولي دي
ایراني چارواکي وايي، د اپوزیسیون درې غړي يې د عامه نظم د ګډوډولو د هڅو په تور نیولي دي.د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د ایران د خلق مجاهد "یاغي" حزب سره اړیکې لري چې د سپاه پاسدارانو له خوا د تهران په جنوب شرق کې نیول شوي دي.د ایران حکومت پر دغې یاغي حزب بندیز لګولی دی.فرانسپرس خبري اژانس لیکي، له نیول شویو کسانو څیړنې پیل شوي.د ایران خلق مجاهد حزب په ۱۹۶۰کال کې د وخت له پاچا سره د مخالف په موخه د لویدیز په ملاتړ تاسیس شو.دغه حزب په ۱۹۷۹کال کې د عراق له ولسمشر صدام حسین څخه په ملاتړ تورنه او پر فغالیتونو يې بندیز ولګول شو.