د امریکا له خوا له افغانستان پر وارداتو د ۱۵ سلنه د تعرفې لوړوالی، سر له نن نافذیږي
د امریکا له خوا له افغانستان پر وارداتو د ۱۵ سلنه تعرفې لوړوالی، له نن ( د زمري د میاشتې له ۱۷ مې) څخه عملي کېږي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي.اقتصاد پوهان هم وايي د تعرفو لږ لوړوالی هم کولای شي جدي پایلې ولري.