د برتانیې پولیس د پاکستان د کرکټ دملي ټیم د یوه غړي په هکله چې په جنسي تیري تورن دی تحقیقات کوي
د برتانیا پولیس د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم د غړي حیدر علي په اړه چې د جنسي تیري تور پرې لګیدلی دی تحقیقات کوي.د مانچسټر پولیسو د حیدر علي نوم پرته رویټرز ته وویل چې دوی د اګست په څلورمه نیټه یو ۲۴ کلن سړی د جنسي تیري شکایت ترلاسه کولو وروسته ونیولو.پولیسو وویل چې سړي د جولای په ۲۳ مه نیټه په یوې میرمنې جنسي تیری کړی دی.پیښه برتانیې ته د پاکستان الف کرکټ ټیم د سفر په جریان کې رامنځته شوې.د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې حیدر علي د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې د هیواد د کرکټ ټیم څخه وځنډول شو.