په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه
تمه ده چې روانه اونۍ په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې سره وویني.
د پاکستاني سرچینو په وینا د دې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز( کمربند او لارې) پروژې پراختیا ده.
د اګست په پیل کې ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي پاکستان ته ولاړ شي او هلته په دې درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي خو هغه مهال دا غونډه لغوه شوه، وروسته څرګنده شوه چې ملګرو ملتو امیرخان متقي ته چې نوم یې د بندیزونو په لست کې لیکل شوی دی، د دې سفر اجازه نه ده ورکړې.