وانګ یي: د همکارۍ خوندي کولو لپاره دې طالبان د نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی.
وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي چې د چين او افغانستان همکاري خوندي شي.
په راپور کې راغلي چې حقاني په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت د ادغام لپاره د چين د ملاتړ وستایه.