چین د "یو کمربند او یوه لار " نوښت له لارې د طالبانو او پاکستان د اړیکو رغولو هڅه کوي
د طالبانو چارواکي په افغانستان کې د اګست پر ۲۰مه د چین او پاکستان سره د درېاړخیزې غونډې کوربهتوب کوي. په داسې حال کې چې بیجینګ هڅه کوي د نوو سوداګریزو او پانګونې فرصتونو په رامنځته کولو سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچونه راکم کړي او د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره کړي.
تمه کېږي چې دغه یوه ورځنۍ غونډه به د تروریزم پر وړاندې پر ګډو هڅو او همدارنګه د چین د نړېوالې بنسټیزې پروژې پر پراختیا چې د "یو کمربند، یوه لاره" په نوم یادیږي، افغانستان ته "د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز" له لارې متمرکزه وي.
دغه دهلېز د ۶۰ میلیارده ډالرو پروژو لړۍ ده چې د اسلاماباد او بیجینګ لهخوا د "کمربند او لار" د نوښت تر چتر لاندې پیل شوی دی.
امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د هغه د پاکستاني سیال اسحاق ډار کوربه دی.
له درې اړخیزې ناستې مخکې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دوه اړخیزو لیدنو کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ يي وویل هېواد یې غواړي چې افغانستان په رسمي ډول د چین په نړیواله زیربنایي پروژه "کمربند او لار" کې شامل شي.
افغانستان ته د "چین - پاکستان اقتصادي دهلېز" (CPEC) پراخول، نه یوازې د طالبانو لپاره چې د نړیوال مشروعیت او مالي سرچینو په لټه کې دي، لوی امتیاز ګڼل کېږي، بلکې د بیجینګ لپاره هم یو مهم دیپلوماتیک بری ګڼل کېږي ځکه دا هیواد غواړي خپله ونډه زیاته کړي او له نوو سیمهییزو بدلونونو سره همغږی شي.
کابل ته د وانګ يي سفر تر هغو غونډو وروسته دی چې په نوي ډیلي کې جوړې شوې وې؛ هلته بیجینګ هڅه وکړه چې د امریکا د تعرفو له امله د هند د توکو د رامنځته شویو کړکېچونو څخه ګټه پورته کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په هغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د چین او هند ترمنځ پر پوله د شخړې په اړه هم کار وشي.
له کابل وروسته به، وانګ يي یو، درې ورځنی سفر اسلاماباد ته وکړي او د اګست میاشتې په پای کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له کلنۍ غونډې وړاندې د پاکستان، هند، روسیې، منځنۍ اسیا، بلاروس او ایران له مشرانو او لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د چین دیپلوماتیکې هڅې
که څه هم نه چین او نه هم پاکستان د طالبانو حکومت په رسمی پېژندلی، خو بیجینګ د پردې تر شا د منځګړي رول لوبولی دی.
وروستۍ درې اړخیزه ناسته د مې په میاشت کې وشوه چې هلته چین په لفظي ډول ومنله چې هغه سوداګریزې او زیربنایي اړیکې چې د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د CPEC له لارې جوړې شوې دي، افغانستان ته وغځوي. له هغې وروسته، پاکستان خپل لومړی سفیر د طالبانو په ۲۰۲۱ کې تر واکمنېدو وروسته کابل ته ولېږه.
خو په دې موده کې د طالبانو او پاکستان اړیکې خړې پړې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورن کړي چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) ته یې پټنځای ورکړی دی. دغه ډله چې په ۲۰۰۷ کې رامنځته شوه، له طالبانو سره مشترک ایډیولوژیک ریښې لري خو خپلواکه فعالیت کوي.
تحریک طالبان پاکستان د چین پر ګټو هم بریدونه کړي، په ځانګړي ډول د CPEC پر پروژو، او د چین وګړي په پاکستان کې څو ځلې په نښه شوي دي. له ۲۰۲۱ راپه دېخوا پر چینایي اتباعو لږ تر لږه ۱۴ ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي.
چین د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو امنیتي همکاریو غوښتنه کړې ده. طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو لپاره ونه کارول شي. همدارنګه، په افغان چارو کې د چین ځانګړي استازي "یو شیاؤیونګ" د جولای په میاشت کې کابل او اسلاماباد ته سفر وکړ.
ایا چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به افغانستان ته وغځېږي؟
سي پیک په ۲۰۱۵ کې د "یو کمربند او یوه لاره" نوښت د یوې مهمې پروژې په توګه پیل شو، اوس د چین لپاره د احتیاط یو مثال ګرځېدلی دی، ځکه چین په دې پروژه کې له ځنډونو، اضافي لګښتونو، امنیتي ستونزو او د پورونو له زیات فشار سره مخامخ دی.
له همدې امله بیجینګ اوس ډېر محتاط عمل کوي او هڅه کوي پر هغو موجودو او عملي پروژو تمرکز وکړي چې د ترسره کېدو وړ دي، تر دې چې د نوو لویو پانګونو اجازه ورکړي.
دغه احتیاط به د افغانستان د شاملولو په هر ډول هڅه کې هم دوام ولري.
د افغانستان د تړلو هڅې له "یو کمربند او یوه لاره" سره د چین د علاقې تاریخ د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې شته وو، خو سره له دې چې چین د افغانستان پر طبیعي زیرمو او منرالونو نوې لیوالتیا ښودلې، عملي پرمختګ ډېر کم و.
لا تر اوسه څرګنده نه ده چې چین به پر کومه کچه او په څومره چټکۍ افغانستان په رسمي ډول په دغه پروژه کې شامل کړي.
که څه هم د چین لېوالتیا د افغانستان د طبیعي زېرمو او شتمنیو په اړه ښکاره ده، خو لاهم روښانه نه ده چې بیجینګ به په کومه کچه چمتو وي افغانستان په CPEC کې رسماً شامل کړي.
د طالبانو او پاکستان د اړیکو ښه کول او د امنیتي همکاریو پیاوړي کول هغه لومړني شرطونه دي چې چین ورباندي حساب کوي. خو په افغانستان کې د لویو پروژو عملي کول تل ستونزمن ثابت شوي او هره نوې پروژه به په CPEC کې له ناسم امنیتي وضعیت سره مخامخ وي.
راپور: رید ستاندیش