اسراییل له نیوکو سره-سره غزه کې د ( پراخو عملیاتو) لومړی پړاو پيل کړ
د غزې اوسیدونکو ویلي چې اسراییلي پوځیانو تیره شپه د غزې ښار او شاوخوا سیمې بمبار کړي دي.دا بریدونه داسې مهال کیږي چې اسراییل پرون چهارشنبه د حماس د سنګرونو دله منځه وړلو په خاطر غزه کې د پراخه عملیاتو د پيل اعلان وکړ.حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي.د دغو عملیاتو له مخې به، چې طرحه یې د کابینې تایید کړې، د اسراییل شپیته زره زخیره سرتیري جګړې ته د تګ اجازه ترلاسه کړي چې ورسره د بشري ناورین د بدتره کېدو ویره شته.د اسراییل دغو عملیاتو نړیوال غبرګونونه او کورني مخالفتونه پارولي دي.