ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړي
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړې دي.د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې سمندري ځواکونه یې په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې خپل توغندي ازمایي.اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، ایراني چارواکي داسې مهال د خپل پوځي قدرت مانورې کوي چې د اسراییل په بریدونو کې یې د هوایي دفاع او اټومي تاسیسات زیانمن شول.ایران شاوخوا ۱۸ زره سمندري ځواک لري، خو په تیره جون میاشت کې له اسراییل سره د بریدونو پر مهال یې په ظاهره له هر ډول لویې حملې څخه ډډه وکړه.دغه ځواکونه په بندرعباس، عمان خلیج، د هند په اقیانوس او سره سمندر کې ګزمې کوي.