د سوریې او اسرائیلو وزیرانو سره لیدلي دي
د سوریې با خبره منابعو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
په دمشق کې د نوي حکومت له تاسیس وروسته دا د اسرائیلو او سوریې د وزیرانو ترمنځ دویمه غونډه ده او په دې وروستیو کې د سوریې په جنوب کې له خونړیو نښتو راهیسې چې اسراییل هم پکې ښکیل وو لومړی دا ډول غونډه ګڼل کیږي.
یوې سوري منبع چې ځان یې امنیتي چارواکی معرفی کړی رویترز ته ویلي چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد شیبانی د تیرې سه شنبې په ورځ پاریس کې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو وزیر ران درمر سره ولیدل او ددواړه خواوو ټیمونو څو ساعته خبرې اترې وکړې.
سوري منابعو دغه راز پرون امریکایي ویب پاڼې میډیا لاین ته هم وویل چې د پاریس خبرې اترې د سوریې د جنوب او د جولان له لوړو څخه د اسراییلو د وتلو په اړه متمرکزې وې.