روسي چارواکو ویلي، اوکراین کورسک سیمه کې د دوی پر اټومي تاسیساتو برید کړی
مسکو ویلي چې اوکراین په کورسک سیمه کې د روسیې پر اټومي تاسیساتو برید کړی دی.روسیې پرون یکشنبه پر اوکراین دغه تور داسې مهال ولګوه چې اوکراین له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ۳۴مه کلیزه لمانځله.روسي چارواکو ویلي، د برید له کبله په اټومي تاسیساتو کې اورلګیدنه رامنځته شوې چې د اور مړه کیدو ته سملاسي اقدام شوی او کوم زیان یا مرګ ژوبله نه ده راپور شوې.د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ویلي چې د کورسک سیمې اټومي تاسیساتو کې یې د یوه ټرانسفرمر د اورلګیدلو راپور ترلاسه کړی دی.دغې ادارې ویلي، جګړه ییزو فعالیتونو کې باید اټومي تاسیسات خوندي وساتل شي.اوکراین سملاسي د روسیې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.