اسراییل: پر صنعا حمله مو د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده
پر یمن د اسرایل په حمله کې د تېلو په یوه پمپ کې ټانکرونو اور اخیستی او سوځلي دي.اسرایل ویلي چې پر صنعا حمله یې د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده.د حوثیانو یوه روغتیايي چارواکي ویلي چې په دې برید شپږ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.دا بریدونه په یمن کې د اسراییلو او حوثیانو ترمنځ د مستقیمو بردونو وروستي دي چې د غزې له جګړې سره تړاو لري.