د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان ته ستنیدونکي کډوال د روغتیايي خدماتو برخه کې له ستونزو سره مخ دي
WHO وايي افغانستان ته ستنیدونکي کډوال په روغتیايي برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
دغه سازمان خپل پروني راپور کې وویل په سرحدي سیمو کې د اړینو درملو او ښځینه کارکونکو کمښت،د رواني ناروغانو د بېلولو لپاره د مناسبو ځایونو او د اجتماعي ملاتړ نشتوالی د ستنېدونکو په وړاندې لا هم لویې ننګونې دي.