بازمحمد مبارز د موی ټای په سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړې
د ازادو سیالیو لوبغاړي بازمحمدمبارز پرون دوشنبې د لومړی ځل لپاره د موی ټای په برخه کې خپل ایراني اصله بحریني سیال ته ماتې ورکړه.دغه سیالۍ چې د ټایلنډ په پوکیت ښار کې ترسره شوه، باز محمد په کې له دریو پړاوو وروسته خپل سیال ماتی کړ.د موی ټای په سیالۍ کې هر پړاو درې دقیقې وي.مبارز چې له دې وړاندې د ازاد سیالیو په برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي او دا يې لومړی ځل دی چې د موی ټای په برخه کې بریا ترلاسه کوي.