په ایران کې سږکال تر اوسه په سلګونو کسان اعدام شوي
ملګري ملتونه وایي، د سږکال له پيله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه اته سوه یو څلویښت تنه اعدام شوې دي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو دفتر نن( د اګست ۲۹ مه) څرګنده کړه چې د ایران حکومت تر ډيره خلک د دې لپاره اعداموي چې په ټولنه کې ویره خپره کړي او خلک د دوی غوښتنو ته سر ټیټ کړي.
په جینوا کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا سمداساني خبریالانو ته وویل چې یوازې د جولای په میاشت کې په ایران کې یو سل او لس تنه اعدام شوې دي.
د بخښني د نړیوال سازمان په وینا، په ټول دوه زره څلرویشتم کال کې په ایران کې نهه سوه دوه اویا تنه اعدام شوي وو چې دا د ټولې نړۍ د یوه کال د اعدامونو څلور شپیته سلنه وه.