د طالبانو حکومت خوست او ننګرهار کې د روستي برید په اړه د پاکستان سفیر احضار کړ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت،اسلام اباد په خوست او ننګرهار کې په وروستیو بریدونو تورن کړ.د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او دغه بریدونه یې یو "پارونکی عمل " وباله او وغندل.د پاکستان حکومت او پوځ تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.په شینوارو او سپیرې ولسوالیو باندې د چهارشنبې د شپې د بی پیلوټه الوتکو دغو بریدونو کې د ماشومانو په شمول لږ ترلږه درې کسه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي.دغه راز یو شمیر کورونه هم ویجاو شوي دي.کابل مخکې لدې هم اسلام اباد په افغانستان کې په ورته بریدونو تورن کړی .اسلام اباد وایي پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان کې خپل بریدونو تنظیموي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا تل رد کړې ده .