سبا د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکټ لوبډلې سره مخامخېږي
په متحده عربي اماراتو کې د کوربه هېواد او افغانستان او پاکستان د کریکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې سبا دوشنبه د افغانستان او اماراتو لوبډلې لوبه لري.دغه لوبه دوشنبه د کابل په وخت د ماښام په ۷ نیمو بجو د شارجې په کریکټ لوبغالي کې پيلیږي.په دغې لوبلړۍ کې تراوسه د پاکستان-افغانستان او پاکستان-اماراتو ترمنځ یوه یوه لوبه شوې چې دواړه هغه پاکستان ګټلې دي.افغان لوبډله د همدې اونۍ د سه شنبې په ورځ له پاکستان سره دویمه لوبه لري.