د طالبانو نوی قانون شاعران د عاشقانه شعرونو له ویلو منعه کوي
د طالبانو حکومت نوی قانون خپور کړی چې پر بنسټ يې شاعران د نجونو او هلکانو ترمنځ د عاشقانه اړیکي په اړه له شعر ویلو منعه شوي دي.دغه قانون د مشاعرو د تنظیم په نوم په رسمي جریده کې خپور شوی دی.د قانون په یوه برخه کې راغلي، "شعر باید د مجازي مینې، ناروا غوښتونو او احساساتو خالي وي".د دغه قانون له مخې، شاعران د دموکراسۍ، کمونیزم، فیمینزم او ورته نورو مسایلو په اړه د شعر ویلو هم راګرځول شوي دي.قانون د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته صلاحیت ورکړی چې " سرغړونکي د اسلامي شریعت" سره سم مجازات کړي.طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې له شاعرانو او هنرمندانو سربیره پر رسنیو هم پراخ بندیزونه لګولي دي.