نن شنبې په خیتځو څلورو ولایتونو کې د پولیو واکسینو کمپاین پیل شوی
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نن شنبې د افغانستان په خیتځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، " په دې کمپاین کې به له یو اعشاره څلور میلیونو ډیر له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي".د شرافت په ټکو، د واکسینو دا پیل شوی کمپاین به د سپټمبر میاشتې تر ۸مې نیټې دوام وکړي.پولیو یا ګوزڼ چې یوه ویروسي ناروغي دي په ماشومانو کې د دایمي فلج سبب کیږي.افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس شتون لري.