نن د ښوونکي نړیواله ورځ ده، افغان ښوونکي وایي، معاشونه یې کم یا دوی تنقیص شوي
د ښوونکي نړیواله ورځ، خو افغان ښوونکي وایي، له بېلابیلو ننګونو سره مخ دي.د دوی له ډلې د یو شمیر دولتي ښوونځيو ښځینه ښوونکو ازادي راډیو ته وویل، له دندو ګوښه شوي او اوس جدي اقتصادي ستونزې لري.یو شمیر نارینه ښوونکي هم شکایت کوي چې معاشونه یې کم دي او د دوی د ژوند ضروریات پرې نه پوره کېږي.