د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې وايي کار ته نه پرېښودل کېږي او محدودیت ورباندې لګېدلی
د ملګرو ملتونو او بېلابېلو بشري نړیوالو ادارو یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې وایي چې، په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا د کاري محدودیتونو د شدیدېدو له امله ځینې له دندو لرې شوي او ځینې یې کاري سیمو ته نه پرېښودل کېږي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې دا وویل چې، له دې امله اړمنو افغانانو ته د مرستې رسولو بهیر هم ستونزو سره مخ شوی، ځکه دا ادارې خپل کاري پلانونه سم نه شي تطبیقولای او دا لامل شوی چې نړیوال ډونران بودجه ورنه کړي.