د اسراییل په نوو بریدونو کې د لبنان په جنوب کې یو تن وژل شوی
د اسراییل تازه پوځي عملیاتو یو ځل بیا د لبنان جنوب کړکېچن کړی دی.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل ځواکونو د پنجشنبې په شپه د بلیدا ښاروالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ښاروالۍ یو کارکوونکی ابراهیم سلامه ووژل شو.
د بلیدا ښاروال وویل، سلامه د خپل ماموریت پر مهال وژل شوی او د اسراییل پوځیان څو ساعته وروسته د جمعې په سهار له سیمې ووتل.
په عین وخت کې، په بل سرحدي کلي عدیسه کې یو مذهبي تالار (حسینیه) د اسراییل په برید کې ویجاړ شو، چې دې پېښې د لبناني چارواکو سخت غبرګون راپارولی دی.
د اسراییل پوځ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا عملیات د حزبالله ډلې د زېربناوو پر ضد ترسره شوي، او د برید پر مهال یې پر یوه "مشکوک هدف" ډزې کړې دي.
سره له دې چې د حزبالله او اسراییل تر منځ د ۲۰۲۴ کال د نوومبر د اوربند تړون لا هم نافذ ګڼل کېږي، خو اسراییل لا هم د لبنان د جنوب په پنځو سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او هوايي بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د اوربند له ټینګېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ځمکني برید کېږي.