بلخ او سمنګانو کې مرګونې زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.تر ټولو ډیر زیانمن شوي ولایتونه سمنګان، بلخ او بغلان دي.د تیرې شپې د زلزلې د مرګژوبلې شمیر د بدلېدو په حال کې دی.د طالبانو چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي په وخت درملنه وکړي.جزییات صفي الله ستانکزی وړاندې کوي