ایران؛ د بې ګناه مظاهره کوونکو د وژلو تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "که ایران معترضین اعدام کړي، له جدي اقداماتو سره به مخ شي".
هغه پرون سه شنبې د سي بی اس خبرې شبکې د یو خبریال د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ښايي د ایران حکومت نن چهارشنبې یو شمیر معترضین اعدام کړي؟ وویل،" تراوسه مو د اعدام څه اوریدلي نه دي، خو که ایران دا کار وکړي، له جدي اقداماتو سره به مخ شي".
بل پلو، د ایران حکومت امریکا متحده ایالاتونه او اسراییل په دې هېواد کې د "بې ګناه کسانو" د وژلو مسوول ګڼلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني په یو لیک چې د دې سازمان مشر انتوني ګوتریش ته يې استولي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو حکومت په ایران کې وروستیو مظاهرو کې په لاس لرلو او د "د بې ګناه کسانو" په وژلو تورن کړي دي.
نژدې دوه اونۍ کیږي چې په ایران کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایراني ریال د ښکته کیدو پر ضد مظاهرې پیل شوې دي، چې اوس په کې د زرګونو کسانو د وژلو او ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي.