محمود خان اڅکزی قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر ټاکل شوی دی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو (حزب اختلاف يا اپوزيشن) مشر ټاکل شوی دی.د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اڅکزي د ټاکلو اعلاميه خپره کړې چې پکې ليکل شوي دي چې هغه د جنورۍ له ۱۶مې پر دې څوکۍ کار پیلوي.
تر دې وړاندې، د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشر ګوهر علي خان د جنورۍ پر ۱۳مه په قامي اسمبلۍ کې له رسنيو سره د خبرو په مهال اعلان کړی وو چې د اڅکزي د نوماندۍ کاغذونه يې د قامي اسمبلۍ سپيکر ته سپارلي دي.
د قامي اسمبلۍ د اپوزيشن د مشر څوکۍ د ۲۰۲۵ز کال په اګست مياشت کې د حکومت مخالفه ګوندونو د پخواني مشر عمر ایوب تر نااهله کېدو وروسته خالي شوې وه.
عدالت د عمر ايوب د قامي اسمبلۍ غړيتوب د ۲۰۲۳ز کال د مې مياشتې د نهمې په قهرجنو مظاهرو کې د ککړتيا په تور ختم کړی وو.
د عمر ايوب تر نااهلۍ وروسته د پي ټي ای زنداني بنسټګر عمران خان د تېر کال په اګست کې د اپوزیشن د مشرۍ څوکۍ لپاره د اڅکزي نوم اعلان کړی وو.
اپوزیشن د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د اڅکزي د نوماندۍ کاغذونه د سپیکر دفتر ته سپارلي ول.
اپوزیشن پر حکومت د اڅکزي د ګومارنې د ځنډولو تور هم پورې کړی وو، خو د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق يې په ځواب کې ويلي ول چې دا موضوع "تر عدالتي اورېدنې لاندې" ده ځکه چې عمر ايوب د خپلې نااهلۍ پر ضد عدالت ته غوښتنلیک ورکړی وو.
د قامي اسمبلۍ سپيکر د اپوزيشن د مشر ټاکلو بهیر تر هغه وروسته پيل کړ چې عمر ايوب عدالت ته ورکړې عریضه بېرته واخیسته.
محمود خان اڅکزی د پي ټی ای په ګډون د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد، تحریک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ مشر هم دی.
په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ای مخکښ ملک عامر ډوګر د جنورۍ پر ۱۳مه سپیکر ایاز صادق ته یو لیک هم لېږدولی وو.
په هغه کې ليکل شوي ول چې د اپوزيشن اکثریت "په متفقه توګه" اڅکزی د حکومت مخالفه ګوندونو د مشر په توګه نومولی دی.
په لیک کې راغلي ول چې دا څوکۍ له تېرو پينځو مياشتو راهیسې خالي ده او د جمهوري دودونو له مخې مخالف ګوندونه حق لري چې خپل مشر خپله وټاکي.
ډوګر له سپیکره غوښتنه کړې وه چې سمدستي دې د قامي اسمبلۍ د طرزالعمل او د چلند د قواعدو سره سم په دې اړه اعلامیه خپره کړي.