څنګه خپلې وړې او لویې چارې ښې مدیریت کړو او ولې دا کار مهم دی؟
ځیني کسان ډیرې بوختیاوې او کارونه په سم ډول ترسره کوي، خو یو شمېر بیا داسې دي چې د کمو په مدیریت کې هم پاتې راځي.
د ادارې او مدیریت د برخې یو شمیر کارپوهان وايي، چارې ډیرې وي که کمې، منظم ترسره کولو ته یې یو پلان، پروګرام او مهالویش جوړول پکار دی.