ننګرهار کې ۴ تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول شول
![ننګرهار کې ۴ تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول شول](https://gdb.rferl.org/A4B5D5D9-BC6F-4030-929D-BC244701CE7A_w800_h450.jpg)
د ننګرهار پولیسو څلور تنه قاچاق وړونکي د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ۶۳۵ کېلو ګرامه مخدره مواد له څلورو نقلیه وسایطو سره يوځای ونيول، دغه ډوليې له دې موادو سره څلور تنه هم د قاچاقو په تور نیولي دي.
بل لور ته افغان ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د هیروئینو د تولید دوه کارخانې ویجاړې کړې دي.
په دې اړه ښاغلي مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل:
"ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ګډ تصفيوي عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې پنځه داعش وسلهوال وژل شوي او ۷ داعشیان ټپیان دي او دغه ډوليې د هیروئینو دوه کارخانې هم لهمنځه وړي دي."