خوستۍ نجونې د لوړو زده کړو فرصتونه او کاري زمینې غواړي
په خوست کې د دولسمو ټولګيو څخه فارغې شوې نجونې له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې هغوی ته دې د کار او د لوړو زده کړو د حاصلولو زمینې برابرې کړي.
دوی وايي، په یاد ولایت کې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی او که چېرې حکومت نجونې د ښوونکو په توګه وګماري، نو ډېری کورنۍ به وهڅېږي چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.
دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د شهید فدامحمد خان په نوم د یوې خصوصي لیسې څخه د اولې دورې د ۱۹ فارغانو په جشنواره کې ازادي راډیو ته وکړې.
د دغه فارغینو له ډلې انګېزه او نسیمه وايي، که چېرې دوی ته د کار زمینه برابره شي، ممکن کورنۍ يې د تحصیل د دوام مخه هم ونه نیسي.
بل لوري ته د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختیار د ښځینه ښوونکو کمښت مني او زیاتوي چې دوی ته د راتلونکې کال لپاره د ۹۴ ښځينه ښوونکو د استخدام تشکیل ورکړل شوی دی.