غور د عدالت په نوم د یوې سیمهییزې راډیو دفتر وسوځول شو
![غور د عدالت په نوم د یوې سیمهییزې راډیو دفتر وسوځول شو](https://gdb.rferl.org/C64A049C-2C9A-4851-A437-DAA204153F47_w800_h450.png)
په غور ولایت کې د عدالت په نوم د یوې سیمهییزې راډیو دفتر وسوځول شو.
د عبدالسلام صمیم په نوم د دې راډیو مسؤل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې درې حمله کوونکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» پر دفتر حمله وکړه، هغه ته یې د پټرولو په ذریعه اور واچاوه چې سټډیو او د نشراتو نور ټول وسایل یې پهکې وسوځېدل.
د هغه په وینا څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسیدلی دی.
د راپور له مخې له دې یوه میاشت مخکې نامعلومو کسانو د راډیو سرحد په نوم د یوې بلې رسنۍ دفتر هم سوځولی و چې تراوسه یې خپرونې بندې دي.