ناوالني د بشري حقونو د اروپایي محکمې په استماعیه غونډه کې خبرې کوي
![ناوالني د بشري حقونو د اروپایي محکمې په استماعیه غونډه کې خبرې کوي](https://gdb.rferl.org/A01F9A31-8276-4BDC-9393-458C931C2D3F_cx35_cy18_cw65_w800_h450.jpg)
تمه ده د روسیې د حکومت عمده سیاسي مخالف الکسي ناوالني نن چهارشنبه د بشري حقونو د اروپایي محکمې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړي.
نوموړي پرون سې شنبه پر انستګرام پاڼه لیکلي چې د فرانسې په ستراسبورګ کې دغې جلسې ته چمتووالی نیسي او د خپلو خبرو په اړه د خپلو حقوقي وکیلانو سره بحث او مشوره کوي.
دغه محکمه پر هغو شکایتونو غور کوي چې ښاغلی ناوالني یې د روسیې د حکومت په اړه لري.
ناوالني شکایت کړی چې څو ځلې داسې مهال چې غوښتل یې په مظاهرو کې ګډون وکړي، نیول شوی دی.