د هلمند کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره بازار غواړي
![د هلمند کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره بازار غواړي](https://gdb.rferl.org/4369DED4-00B6-4BD3-A868-E23F86AD7FEB_w800_h450.jpg)
د هلمند ولایت د سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول جوارو او پنبې لپاره د لازمو بازارونو د نهموجودیت له امله کروندګر اړ دي چې خپل محصولات د خرڅلاو لپاره ګاوندي هېواد پاکستان ته ولېږي.
د دغه ریاست مشر نظر محمد نن ازادي راډيو ته وویل، که چېرې په دغه ولایت کې د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار جوړ شي د دوی اقتصادي وضعیت به ورسره ښه او د کوکنارو له کښت نه به هم لاس واخلي.
افغان کروندګر هم د دوی کرنیزو محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نهموجودیت له امله شکایت کوي وايي، باید مسؤلین دې برخې ته هم پام واړوي.