د مشال خان د وژلو په تور یو تن په اعدام محکوم شو
د پاکستان یوې محکمې د مشال خان په نوم یوه محصل د وژنې د قضیې په تړاو یو کس په اعدام او پنځه نور په ابدي حبس محکوم کړل.
۲۳ کلن مشال خان چې د ژورنالیزم د پوهنځي محصل وو، تېر کال په خیبر پښتونخوا کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور ووژل شو.
پر نوموړي تور وو چې په ټولنیزو رسینو کې کفرې مطالب یې خپرول.
د مشال خان د قاتلینو مدافع وکیل سعد عباسي په هغه زندان کې چې دا حکم اعلان شو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په دې قضیه کې لاس لرلو په تور ۲۵ نور کسان هریو په درې درې کاله بند محکوم شول او ۲۶ تنه له بنده خوشي شول.
دغه کسان د سختو امنیتي تدابیرو سره په هریپور زندان کې محاکمه شول.
شااوخوا درې سوه پولیس او ځانګړو ځواکونه دا سیمه محاصره کړې وه.
د مشال خان برید په پاکستان کې د ډیرو قهر راوپاروه.