پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه د افغان سوداګرو اندېښنې
![پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه د افغان سوداګرو اندېښنې](https://gdb.rferl.org/50B66B0B-2FEF-4EFF-9F24-1BB8AE4A80BD_cx49_cy7_cw50_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان ته د داغمه وسپنې قاچاق په دغه ولایت کې د اووسپنې د ویلي کولو یو شمېر فابریکو ته ستونزې پیدا کړي.
د دغه خونې رئیس شمس الحق مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې لا هم داغمه وسپنې د ولسمشر فرمان خلاف پاکستان ته قاچاق کېږي او له همدې امله د وسپنې د ویلي کولو د اکثرو فابریکو کار له سقوط سره مخ دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي هره ورځ د وسپنې د ویلې کولو فابریکې له ۳۰ تر څلوېښت ټنه اوسپنه تولیده وي، خو د نوموړي په وینا که د اووسپنې د قاچاق مخه ونیول شي، نو دغه رقم به اتیا تر سلو ټنو پورې لوړ شي.
له دې وړاندې د مالیې وزارت ويلي و د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له هېواده بهر د اووسپني د قاچاق د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات په پام کې نیولي دي.