په ناګورنو قره باغ کې د ماين پاکۍ درې کارکوونکي ووژل شول
![په ناګورنو قره باغ کې د ماين پاکۍ درې کارکوونکي ووژل شول](https://gdb.rferl.org/79465500-FEAF-4A47-81E5-5F86462B3E34_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د اذرباييجان په لانجمنه سيمه ناګورنو قره باغ کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې درې کارکوونکي وروسته له هغې ووژل شول چې موټر يې پر يوه ماين وربرابر شو.
د دې سيمې يوې روغتيايي مسؤلې مايا ازاتيان ازادي راډيو ته وويل، په پېښه کې دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د هلوټرسټ د ماينپاکۍ موسسې استازو ويلي چې د دې پېښې ټول قربانيان د سيمې اوسېدونکي وو.
د ناګرنو قره باغ ډېرى اوسېدونکي ارمني ټبره دي.
دغې سيمې د هغې جګړې په لړ کې چې له ١٩٨٨ څخه تر ١٩٩٤میلادي کاله پورې روانه وه، له اذرباييجان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.
په هغه جګړه کې شااوخوا ٣٠ زره کسان ووژل شول او سلګونه زره نور کسان له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبور شول.
د ناګورنو قره باغ سيمې پر سر، د اذرباييجان او ارمنستان د لانجې د حل لپاره د تېرو درېيو لسيزو ډيپلوماتيکو هڅو لږه نتيجه ورکړې ده.