په سمنګان کې د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو
![په سمنګان کې د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو](https://gdb.rferl.org/31702037-2AF1-43BF-B5E7-9FC4B09009F5_w800_h450.png)
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې تېره ورځ د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو.
د سمنګانو ولایت د کرنې رئیس همایون حبیبزي په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې په دغه نندارتون کې د لمر ضد کرنیز او نباتي درمل، اصلاح شوي تخمونه، په ډولونو وچه مېوه، پیوندي نیالګي، لبنیات او نور نندارې ته وړاندې شوي.
د نوموړي په خبره، دغه نندارتون به دوه ورځې د مینهوالو پر مخ پرانیستی وي.