چارواکي: د فاریاب په غورماچ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی
![چارواکي: د فاریاب په غورماچ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی](https://gdb.rferl.org/883C758F-6C29-43DB-A9C2-E19FCEB79D2E_w800_h450.png)
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان وژل شوی دی.
د دې قول اردو ویاند، حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل:
"تېره شپه په عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان چې د هغوی قوماندان قاري امرالله هم په کې دی، وژل شوي او ۴ تنه زخمیان شوي دي، په نښتو کې د پاڅون کوونکو یو غړی هم وژل شوی دی."
د رضايي په وینا، وسله والو طالبانو د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملو پلان درلود.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.