راپورونه: طالبانو د جوزجان – فارياب لویه لاره تړلې او پلټنې کوي
راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د جوزجان – فارياب ترمنځ لویه لاره تړلې او د فاریاب له قرمقل ولسوالۍ څخه تر شيرین تګاب ولسوالۍ پورې یې د دې لارې په اوږدو کې د تالاشۍ درې پوستې جوړې کړې دي.
ځينو مسافرو چې له جوزجان څخه فاریاب ته رسېدلي، ازادي راډیو ته ویلي چې وسله وال طالبان له هر لاروي پوښتنې ګروېږنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، له پرون ماښام راهیسې په فاریاب ولایت کې د مخابراتي شبکو فعاليت هم په ټپه درېدلى دى.
د ولسي پاڅون ځيني غړي وايي، جګړه دا مهال د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په شااوخوا کې روانه ده.
د روان امنیتي وضعيت په اړه د فاریاب د چارواکو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.