کرکټ: هند د افغانستان په وړاندې ۴۷۴ منډې وکړې
هندوستان د روانې ټېسټ مسابقې په لومړۍ پاڼۍ يا ايينګ کې څلورسوه څلور اويا منډې وکړې.
اوس د افغانستان د بېټينګ وار دى.
افغانستان وتوانېد د هندوستان ټول لوبغاړي په څلورسوه څلور اويا منډو کې وسوځوي.
يامين احمدزي، ٣، وفادار ٢، راشد خان ارمان ٢، ورپسې اصغر ستانکزي او محمد نبي يوه- يوه ويکټه واخېسته، يو لوبغاړى يې رن اوټ شو.
دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې اول وار دى چې افغانستان له هندوستان سره په ټېسټ لوبه يا پنځه ورځنۍ مسابقه کې مخامخېږي.