د ایران د ابادان د تیلو په تصفیه خانه کې لګیدلي اور یو کس وژلی
![د ایران د ابادان د تیلو په تصفیه خانه کې لګیدلي اور یو کس وژلی](https://gdb.rferl.org/9E3B9B4C-F372-4586-9D8E-35187928BFB0_w800_h450.jpg)
د ایران د خوزستان ولايت د جنوب لوېديځ ښار ابادان د تېلو په یوه تصفیه ځاى کې لګېدلي اور یو کس مړ کړى او ١٨ نور یې ټپیان کړي دي.
د نيمه دولتي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې دا اور پرون پنجشنبه د ابادان په پیتروشیمي تاسیساتو کې لګېدلى چې ١٠ کسان روغتون ته انتقال شوي دي.
د ايسنا او تسنيم خبري اژانسونو په حواله په وینا د دې اور لګېدنې علت تر اوسه روښانه نهدی.
د ابادان د تیلو تصفیه ځاى د ایران د تیلو پهدې بډای ولایت کې د اومه تېلو تر ټولو پخوانی چاڼځاى ګڼل کېږي.