د ګرجستان ولسمشر: روسیه زموږ د خاورې یوه برخه لاندې کړې
د ګُرجستان ولسمشر ګیورګي مارګولاشویلي روسیه تورنه کړه چې د ګُرجستان د خاورې یوه برخه يې په غیرقانوني توګه لاندې کړې ده.
ګیورګي مارګولاشویلي پرون چهارشنبه له امریکا او د ناټو له یو شمېر غړو سره د خپل هېواد د پوځي تمرینونو د پیل په مراسمو کې وویل:
"نن موږ د داسې یوه هېواد په قلمرو کې ولاړ کې یوو چې شل په سلو کې خاوره يې د یوه ګاونډي له خوا په غیر قانوني ډول نیول شوې ده."
په دې تمرینونو کې د جرمني د ځواکونو قوماندان سټیفن مدیاس وویل:
"زموږ د نجیبو شریکانو دا تمرینونو زموږ لپاره ډېر مهم دي. موږ خوښ یوو چې په ګُرجستان کې یوو او د نړۍ له ۱۲ هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه کوو."
په دې تمرینونو کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي د امریکا د ۱۱۷۰سرتېرو په ګډون د ناټو د اتو هېوادونو او د اوکراین، ارمنستان او ازربایجان سلګونه پوځیان برخه لري.