بولټن: د کوسووا او صربستان ترمنځ دجوړجاړي نښې لیدل کېږي
![بولټن: د کوسووا او صربستان ترمنځ دجوړجاړي نښې لیدل کېږي](https://gdb.rferl.org/D73990CC-BABB-44E7-9943-47E65255E019_w800_h450.jpg)
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن ویلي چې متحد ایالات د کوسووا او صربستان ترمنځ د ځمکې له تبادلې سره چې ددواړو هېوادونو لانجه پاي ته رسولائ شي مخالفت نه لري .
بولټن پرون ، جمعه د سنبلې ۲مه، د اوکراین په پلازمېنه ، کیف کې د ازادي راډیو دخبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي د کوسووا او صربستان حکومتونو د داسې جوړجاړي په اړه خبرې کوي.
جان بولټن وویل، دامریکا سیاست دا دی چې که دواړه حکومتونه د لانجې د حل لپاره په خپلو کې موافقې ته رسېدلائ شي، امریکا یې مخالفت نه کوي.
کوسوا د ۲۰۰۸ میلادي کال په فبرورۍ کې له سربیا خپلواکي اعلان کړه. خو د صربستان حکومت لا هم کوسوا د خپلواک هېواد په توګه په رسميت نه پېژني.
دې لانجې په اروپايي اتحادیه کې د دواړو هېوادونو غړیتوب له خنډ سره مخامخ کړی دی. د روانې میاشتې په پېل کې داسې رپوټونه خپاره شول چې صربستان اوکوسوا د دې لانجې د حل لپاره د سرحدي تغییراتو په اړه بحث کړی دی.
د صربستان دبهرنیوچارو وزیر د جولاي په میاشت کې په واشنګټن له جان بولټن سره وکتل او ویې ویل چې "امریکا اول وار، تیاره شوی چې د کوسوا په ګډون دستونزمنو مسایلو پرممکن حل خبرو ته غوږ ونیسي. "