افغانستان به ډېر ژر اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي
افغانستان به په نېږدې راتلونکې کې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان له لارې اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې مشر عبد القادر بهمن د ازربایجان خبري رسنیو ته ویلي دي چې په دې سوداګریځو اموالو کې به قالینې،زعفران،طبي بوټي، او نور مواد شامل وي.
د ازربایجان ټرینډ خبري اژانس ویلي دي چې اروپا ته د افغانستان د صادراتو دا لومړنۍ محموله به د ترکمنستان ،ازربایجان ،ګورجستان او بیا د ترکيې له لارې د ریل او لاریو پواسطه اروپا ته ورسیږي.