کرملېن د ادلب د وضعیت په اړه د ټرمپ ټوېټري پیغام ته ځواب نه وایي
![کرملېن د ادلب د وضعیت په اړه د ټرمپ ټوېټري پیغام ته ځواب نه وایي](https://gdb.rferl.org/56DB81AC-50CE-4F1F-AEDF-C3A4B9BFC182_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
کرملېن د امریکا د ولسمشر د وروستي خبرداري په غبرګون کې وویل چې د سوریې د ادلب ولایت په اړه د ډونالد ټرمپ ټوېټري پیغام لنډ او هلته موجوده وضعیت ته ځواب نه وایي.
ډونالد ټرمپ تېره ورځ په دغه پیغام کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد او د هغو متحدانو روسیې او ایران ته خبرداری ورکړ چې د سوریې پر ادلب ولایت له حملې ډډه وکړي.
ټرمپ وایي چې روسیه او ایران به په دې احتمالي بشري تراژیدۍ کې په ګډون سره یوه لویه اشتباه وکړي.
خو د کرملېن ویاند دیمیتري پيسکوف نن سې شنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د ادلب وضعیت ته په پام سره چې ډېر خطرناک او پر ټولې سوریې یې ناوړه اغېز کړی، د دې ولایت په اړه د ټرمپ دغه پیغام جامع نه دی.
د سوریې حکومتي ځواکونه په ادلب کې چې له ترکیې سره پر پوله پروت دی، د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
ملګرو ملتونو په دې ولایت کې چې درې میلیونه نفوس لري، د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.
ادلب وروستی ولایت دی چې د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې لاهم د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دی.